د ژبی ځانګه - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټوټ

د ژبی ځانګه

دټولني اومخابراتو وزارت داړتیا وله مخی په کال ۱۹۶۴ میلادی کال کې دمخابراتوروزنیز مرکزT.T.Cپه نوم جوړشوی وه . چی داقتصادی دلایلوله مخی اودټکنالوجی جټک پرمختګ له امله په کال ۲۰۰۷میلادی کې دI.C.T.Iیادمخابراتی اومعلوماتی ټکنالوجی انستیتوت ترنامه لاندی لوړشو . ترڅو وکولای شی دICTکارپوهانوروزنه دلیسانس په سویه دټولنه داړتیا دپوره کولو لپاره تر روزنی لاندی ونیسی اودهیواد دپرمختګ او ودی په ډګر کې برخه واخلی ترهغه ځایه چی داړیکتایی او خبرتیایی پوهنه اړین اودچټک پرمختګ په لور روان دی ،له دی امله دانګلیسی ژبپوهنه یونړی وال اړیکتیایی اوخبرتیایی ژبه ده اودځانګړی اهمیت درلودونکی دی همدارنګه محصلین ورسته دفراغت څخه دی ته اړدی چی دخپل معلوماتواوڅیړنوپه ورځ کولولپاره دانګلیسی ژبی ارزښتوالی جوتیږی،له دی امله دI.C.Tانستیتوت خپل اکادمیک تشکیل کې دانګلیسی ژبی څانګې درلودونکی دی چی په لاندی ډول دنوموړی تشکیل په ګوته کیږی:

  • ددیپارتمنت آمریوبست
  • استادان دوه بستونه
  • لابرانت یوبست

دانګلیسی ژبی مضمون په ۴۰ساعته یا۲کریدیته کې تدریس کیږی چی په راتلونکی سمستر کې عمومی اوتخصصی انګلیسی ژبه هم تدریس کیږی،اوهودمن یو چی په راتلونکی کې دانګلیسی ژبی لوست چاري نورهم لوړکړو.