دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی انستیتوت دمحصلینو دپنځمی دوری دفراغت غونډه - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټوټ

دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی انستیتوت دمحصلینو دپنځمی دوری دفراغت غونډه

دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی انستیتوت دمحصلینو دشپږمی دوری دفراغت غونډه دسه شنبی په ورځ ۳۰ جدی ۱۳۹۳ له غرمی مخکی دمخابراتواومعلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیراوتخنیکی معین ښاغلی انجنیربریالی حسام ، مالی او ادری معین ښاغلی وهاب الدین سادات ، دآی-تی معین ښاغلی ایمل مرجان، دمخابراتواومعلوماتی تکنالوژی درهبریت هیئت ، داتراداداری ښاغلی ریئس اودبوردغړی ، دافغان تلیکام مخابراتی شرکت ښاغلی ریئس اودرهبری هیئت غړی، دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی ريئس ښاغلی پوهنوال محمدشفیع شریفی ، استاذانو ، ګڼ شمیرمیلمنواودفارغینو درندوکورنیوپه ګډون دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی دکنفرانسونو په تالارکی جوړه شوی وه.

غونډه دقرآنکریم دمبارکوآیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی دمعلوماتی اومخابراتی تکنالوژی انستیتوت ریئس ښاغلی پوهنوال محمدشفیع شریفی میلمنوته دښه راغلاست ترڅنګ ددی انستیتوت دپنځمی دوری فراغت ، فارغ شویو محصلینو ، کورنیو،مخابراتواومعلوماتی تکنالوژی وزارت او دهیواد ځوریدلی ولس ته مبارکی ورکړه، همدارنګه هغه دخپلومفصلو خبرو اومحصلینوته دلارښونی په درشل کی فارغ شوی محصلان دخپلی مسئولیته ډکی راتلونکی لپاره متوجه کړل.

ښاغلی پوهنوال شریفی دخپلوخبروپه یوه برخه کی داسی وویل -دتاریخ مسیرکیدای شی چی تنها وړاندلیدنه شی دغه وړاندلیدنه دلوړی ژوری موجودی دی-دغه ځوریدلی هیواداونوره نړۍ هغه ځوانانوته چی تحصیل یی کړی وی ضرورت لری داسی ځوانانوته چی نه یوازی په علم ښایسته وی بلکی دنورعلم دزیاتولواوعلم کولوظرفیت هم ولری ترڅوچی دنه غوښتل شویوبحرانونو، ضرورتونو ،مختلفومسلکی چالشونوپه عامه اوورځنی ژوند په مقابل کی په خپل وخت ځواب ورکړی . هغه دخپلو خبروپه دوام زیاته کړه -یومحیط اوتحصیلی نهاد هیڅ وخت بی له نوروتحصیلی نهادواوبین المللی پوهنتونو ارتباط څخه آرام اونورمال ژوند نشی کولای په ځانګړی ډول دساینس اوتکنالوژی انقلاب چی دتکنالوژی بدلون یی په شپه اوورځ پوری محدود کړی دی.

همدارنګه هغه له څلورو پارتنرشیپو څخه چی د FUSION، SMARTLINK ، LEADERاوLEADERS ترنامه لاندی دی چی په دی وروستیوکی د مخابراتی اومعلوماتی تکنالوژی انستیتوت اواتیا آسیایی او اروپایی بین المللی پوهنتونونوترمنځ،منځ ته راغلی یادونه وکړه اوپه اړوندیی پوره معلومات ورکړل.

بیاوروسته دمخابراتواومعلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیراوتخنیکی معین ښاغلی انجنیربریالی حسام دخپلوخبروپه ادامی سره فارغ شوی ځوانان ددوی مسءولیتونواوهغه چالشونه چی دوی به په راتلونکی ورسره مخ شی متوجه کړل همدارنګه هغه چالشونه چی اوس افغانستان دمخابراتو په سکتورکی ورسره مخ دی بریښنایی پیژندپاڼی ….په تفصیل سره خبری وکړی دخپلوخبروپه وروستی برخه کی فارغ شوی ځوانان دی ته وهڅول چی تنهاد لیسانس په سویی باندی بسنه ونکړی بلکی خپلی زده کړی نوری هم لوړی ( ماستری ، دکتورا ) کړی.

پس له هغه ښاغلی سعدالله رضایی داستاذانو په نمایندګی خبری وکړی همدارنګه دمحصلینو په نمایندګی یوتن محصل خبری وکړی چی هغه دانستیتوت له استاذانو اوهمکارانو ، دمخابراتواومعلوماتی تکنالوژی وزارت اونوری هغه مرجعګانی چی دمحصلینو دڅلورکلنی زده کړیزی دوری مرسته کړی دمننی ترڅنګ وعده وکړه چی دخلکواوهیواد لپاره به خدمت کوو.

محفل په فارغ شویو محصلینودبری لیکونو په ویش اودعاپای ته ورسید.