په افغانستان کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژی انستیتوت څځه دچین د سفیر او د ITU لوی سلاکار لیدنه - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټوټ

په افغانستان کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژی انستیتوت څځه دچین د سفیر او د ITU لوی سلاکار لیدنه

پداسی حال کې چی جلالتماب شهزاد آریوبی دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی وزیر یی ملتیا کوله د کب دمیاشتی په ۵نیټه د ۱۳۹۷ه ش کال دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت څخه لیدنه وکړه. په پیل کې ښاغلی پوهاندمحمد شفیع شریفی دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت ریس له را غلو پلاوو څخه تود هرکلی وکړ نوموړی دیوه پریزنتییشن پواسطه دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت د ټولوچارو او فعالیتونو په اړوند مکمل معلومات وړاندې کړل او په همدی ترتیب دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت اهمیت اوڅرنګوالی او د ملی استراتیژکی موخو کشف او تحقیق د افغانستان داسلامی جمهوریت په اوسنی ډګر کې بیان کړ لدې جملې څخه یی دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی وزارت ۳ کلنه استراتیژی دبیلګې په توګه د کاسا ډیجیتل سیستم،آسان خدمتونه،امنیت سایبری؛ الکترونیکی حکمتداری؛دیجتل بدلون؛مخابراتي اړیکې او د ملل متحدپایدار اهداف(SDG) څرګند او بیان کړل او زیاته یی کړه چي دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت دملا د تیر په حیث دپورتنیو تخنیکی او بشری منابع باندی عمل کوی.ښاغلی زیاته کړه چې دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت له ځینو ننګونو او نیمکړتیاوو سره مخ دی چه دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی په برخه کې دساینس او تکنالوژی دپرمختګونو او د انستیتوت موجود پروګرامونو ترمنځ د امکان ترحده پورې د واټن د نیژدیوالی مکمل راپور وړاندې کړ چه د چین د رالیژل شوی هیئت او په همدی ترتیب د ITU له لوی سلاکار څخه دهمکاری غوښتنه وکړه.

ښاغلی آریوبی دمخابراتی او معلوماتی تکنالوژی وزیر هم له نموړو چارواکو څخه هم د همکاری غوښتنه په کلکه وکړه او وویل چی مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت باید د ITU له اکاډمی او د چین له ښوونیز بنسټونو سره وصل شی وروسته له غونډی په نورو ډیرو مهمو موضوعاتو خبری وشوی دچین د هیواد سفیر او د ITUلوی سلاکار چه د مخابراتو دبرخي په ډګر کښې یی له انستیتوت سره همیشه مرسته کړی ده ورسره د ښوونیز لابراتوارونو؛تحقیقاتی صالون جوړونه،لنډ او اوږد مهاله ښوونیز پروګرامونو د انټرشیپونو زمینه برابرول د انستیتوت محصلینو ته د مرستی وعده ورکړه او په پای کی راغلیو هیئتانو د مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت له بیلو بیلو برخو څخه لیدنه وکړه دبیلګی په توګه کتاب تون،لابراتوارونه،کنفرانس صالون او د محصلینو هستوګنځای.