د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزادګل اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه. - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټوټ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزادګل اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزادګل اریوبي د دوشنبې ورځ د وږی میاشتې په ۲۷ نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.محترم وزیر صاحب د انسټیټوټ د رییس پوهاند محمد شفیع شریفی په ملتیا د درسي خونو،لابراتوارونو،کتابخانې،د کانفرانس سالون،ورزشي میدانونو او روغتیايي کلینیک څخه لیدنه وکړه چې په هره برخه کې د انسټیټوټ د رییس لخوا هر اړخیز معلومات ورکړل شول. ښاغلي وزیر صاحب محصلینو ته په خپلو خبرو کې هغوی خپلو  ارزښتمندو تحصلي مسولیتونو ته متوجه کړل او تشویق یی  کړل ترڅو د ترلاسه شوی تحصیلي فضا او فرصت نه په اعظمي ډول استفاده وشي. هغه زیاته کړه چې محصلین زموږ د ټولنې یوه مهمه برخه تشکیلوي نو باید چې زیات د توجه وړ واوسي ،ځکه چې دوی د هیواد راتلونکي دي او کولی شی چې په علم او پوهې سره ټولنیزه او دایمي سوکالي او د هیواد راتلوونکی تضمین کړي او هغه تحصیلي فرصتونه چې دوی په واک کې لري د هیواد اقتصادي وضعیت ته په کتو ښه دي نو پکار ده چې زیات ولولي تر څو موجودې خلاوې ډکې کړي. د هر هیواد د امید سترګې د هغوی محصلینو ته وي، چون دوی د درک او احساس وړتیا لري او هغه لوړې ژورې چې دوی په تحصیلي دوران کې لیدلې او هغه هیوادنۍ مینه او احساس چې دوی له ځان سره لري مجبوروی تر څو  د علم ، پوهې او تازه ټکنالوژی په برخه کې زیات کوښښ وکړي.په پای کې څو تنو محصلینو له ښاغلي وزیر صاحب څخه مننه وکړه او د یولړ مشکلاتو په اړه چې ورسره مخ دی خبرې وکړې . ښاغلي وزیر صاحب یې د مشکلاتو د حل لپاره لازمه سپارښتنه وکړه او د انسټیټوټ سره یې د زیات حمایت کولو ژمنه څرګنده کړه.